AIDRSO News
113 subscribers
426 photos
8 videos
1 file
71 links
د اسیا د نړیوالې پراختیا د څېړنو او مطالعاتو مرکز
Facebook page: AIDRSO
Twitter: @aidrso2021
Download Telegram
د هند د موسمی اورښتونو یوه پیاوړې څپه د افغانستان په لور روانه ده .
لکه څنګه چې نقشه کی لیدل کیږي د کابل په ګډون د هیواد په ختیځو سیمو کی به د ۲۰ ـ۳۰ او په ځینو کی به د ۳۰ـ۴۰ میلی مترو تر منځ وی . دا مقدار اورښت فلش فلډ یا آني سیلابونه له ځان سره لري چې ښایي یو شمیر خلک زیانمن کړي.
د امریکا د متحدو ایالتونو د جیولوژیکي سروې د ادارې USGS د اټکل له مخې د دې زلزلې شدت د رېښتر په مقیاس ۶،۱ درجه وه.
USGS وايي چې د دې زلزلې مرکز د خوست ولایت په ۴۴ کیلومترۍ او د ځمکې په ۵۱ کیلو متره ژور تل کې و، چې کابل او د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد ته یې هم ټکان ورکړ.
د دې زلزلې د تلفاتو په اړه تر دې دمه معلومات نه‌شته خو شدت یې د پخوانیو زلزلو پرتله زیات و.
د اروپايي مدیترانې د زلزلو د څېړنیز مرکز EMSC له معلوماتو سره سم د دې زلزلې په ۵۰۰ کیلومترۍ شعاع کې د پاکستان او هند په یو شمېر ښارونو کې هم شاوخوا ۱۱۹ میلیون وګړو دا زلزله احساس کړه.
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند، په پکتيکا، خوست او یو شمېر نورو ولايتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله خواشيني څرګنده کړه.
د ریاست الوزرا له لومړي معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي: “د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر آخوند په پکتيکا، خوست او ځینو نورو ولايتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله هېوادوالو ته د اوښتو زيانونو په اړه ژوره خواشيني څرګندوي.”
په خبرپاڼه کې د یادو پېښو شهيدانو ته د فردوس جنت، قريبانو ته د جميل صبر او ټپیانو ته يې د الله (ج) له درباره د سملاسي شفاء هیله شوې ده.
دغه راز، د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال چې طبيعي پېښو ته د رسېدو کمېسيون مشري هم پر غاړه لري؛ ټولو اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې د پېښو ځايونو ته ژر ځان ورسوي او له ټولو شته امکاناتو کار واخلي چې د زيانمنو شويو هېوادوالو ژوند وژغوري او هر ډول لازمې مرستې ورسره وکړي.
د راپورونو له مخې؛ د بېګانۍ زلزلې له امله د دغه ولایت په نکې، زیړوک، برملې او ګیان ولسوالیو کې ۲۵۵ کسان وژل شوي او تر ۵۰۰ زیات ټپیان شوي دي.
جمعیت هلال احمر افغانی روند انتقال کمک‌های اولیه را برای آسیب‌دیدگان زلزله در ولسوالی سپیری ولایت خوست شروع کرد.

پس از وقوع زلزله شب گذشته در شماری از ولایت‌های کشور و خسارات جانی و مالی ناشی از آن، تیم‌های کمک‌رسان به‌گونه عاجل در ساحه حضور یافته و تلاش‌های‌شان را برای رسیدگی به‌آسیب‌دیدگان شروع کرده‌اند.

دفتر ریاست‌الوزرا می‌گوید که معاون اقتصادی رییس‌الوزرا به‌عنوان رییس کمیسیون رسیدگی به حوادث طبیعی، بالای تمامی ادارات مربوطه هدایت داده است تا هرچه عاجل در ساحه حضور یافته و با استفاده از تمامی امکانات به آسیب‌دیدگان رسیدگی کنند.
زلزله شب گذشته بیشترین خسارات جانی و مالی را در ولایت پکتیکا وارد کرده است.
رهبری حکومت به‌شمول وزارت دولت در امور رسیدگی به حوادث برای ارایه کمک‌های اولیه و رسیدگی به آسیب‌دیدگان نشست اضطراری تشکیل داده است.
از سوی هم مقام‌های محلی پکتیکا می‌گویند که تیم‌های کمک‌رسان، هلی‌کوپتر و آمبولانس‌ها در ساحه رسیده‌اند و برای رسیدگی عاجل به آسیب‌دیدگان تلاش دارند.
د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرې شپې له زلزله ځپلو سره د عاجلو مرستو په موخه ځانګړې غونډه په ارګ کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې رئیس الوزرا له زیانمنو کورنیو سره د ژورې همدردۍ او تسلیت څرګندولو ترڅنګ، زیانمنو ته د رسیدګي لپاره د یو میلیارد افغانیو نغدي مرسته منظور کړه.
همدا راز د اسلامي امارت رئیس الوزرا اړوندو ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې زیانمنو ته د خوراکي توکو، البسې، درملو او نورو اړینو اړتیاوو رسولو لپاره عاجل اقدام وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند د افغانستان اسلامي امارت لوړ پوړي پلاوي ته دنده وسپارله چې زیانمنې شوې سیمې له نږدې وګوري او د قربانیانو له کورنیو سره دې همدردي او خواخوږي وکړي.
همدا راز د اسلامي امارت رئیس الوزرا اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د ټپیانو د درملنې او د یو میلیارد افغانیو نغدي او نورو مرستو د وېش په اړه دې هم بېړنی اقدام وکړي.
مولوی شرف‌الدین مسلم معین وزارت دولت در امور رسیدگی به حوادث امروز در یک نشست خبری در کابل گفت که ۹۲۰ تن در زمین‌لرزه شب گذشته در چندین ولایت کشور جان باخته و ۶۱۰ تن دیگر زخم برداشته‌اند. او گفت که برای هر فرد جان باخته ۱۰۰ هزار و برای هر زخمی ۵۰هزار افغانی کمک در نظر گرفته شده‌است.
اروپايي اتحادیې د افغانستان له زلزله ځپلو سره د یو میلیون یورو مرسته اعلان کړه.
دې اتحادیې په یوې اعلامیې کې ویلي، چې په دې نغدو پیسو به زلزله ځپلو ته لومړني روغتیايي خدمات، د څښاک اوبه، سرپناه او درمل برابر کړل شي.
پرون د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز ترس اعلان وکړ، چې هېواد به یې افغان زلزله ځپلو ته دوه نیم میلیون پونډه مرسته وکړي.
تر دې مخکې تایوان او جنوبي کوریا هر یو یو – یو میلیون ډالره مرسته اعلان کړې وه.
پاکستان له یوه چینايي شرکت څخه ۲،۳ میلیارد ډالره پور اخیستی څو خپله د نغدو پیسو زېرمه چې په چټکۍ سره د کمېدو په حال کې ده پیاوړې کړي.
په دې اړه د پاکستان د مالیې وزیر مفتاح اسماعیل بېګا څرګندونې وکړې.
د پاکستان د مرکزي بانک د بهرنیو اسعارو زېرمه په بېساري ډول کمه شوې او د پاکستانۍ روپۍ ارزښت هم په بېساري ډول سقوط کړی.
پاکستان په عین حال کې د پیسو له نړیوال صندوق څخه هم د پور د اخیستو هڅو ته دوام ورکوي څو په دې هېواد کې سخت اقتصادي بحران کم کړي.
پاکستان د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د لویو شرکتونو په مالیه کې په سلو کې لس زیاتوالی راولي څو نږدې دوه میلیارد نور ډالر لاس ته راوړي او په دې توګه د پیسو له نړیوال صندوق څخه د پور د اخیستو شرایط پوره کړي.
د اوکراین د وسله والو ځواکونو لوی درستیز وايي، چې هېواد یې له روسیې سره د ځواک انډول ته اړتیا لري.
جنرال والیرې زالوژني له خپل امریکايي سیال مارک مېلي سره ترپرونیو ټېلیفوني خبرو وروسته په یوه آنلاین پیغام کې وویل، چې د اوکراین پوځ ته په ختیځ کې د روسیې د توپچي ځواک په حملو کې سخت زیان اوښتی دی نو ځکه باید نورې وسلې ورکړل شي چې په وضعیت کې ښېګڼه راشي.
اوکراین د فبروري په ۲۴مه د روسیې له یرغل وروسته له لویدیځو متحدانو څخه د میلیاردونه ډالرو په ارزښت وسلې ترلاسه کړې خو وايي، نورې وسلې هم غواړي څو د روسیې د پرمختګ مخه ونیسي.
په کابل کې د چین سفیر وانګ یو وايي، افغان سوداګرو ته د ويزو د ورکړې د پيل لپاره په تياريو بوخت دي.
ښاغلي وانګ یو دا خبره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره کتنه کې کړې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، متقي او وانګ یو پرون په کابل کې سره وکتل او دواړو لوريو له زلزله ځپلیو سره په مرستو، پر سياسي مسايلو، د افغانستان او چين ترمنځ پر ګډې سوداګرۍ، بشري مرستو او چين ته د افغان محصلينو د بېرته ګرځېدو په باب هراړخيزې خبرې کړي.
اعلامیه کې د چين سفير له قوله لیکل شوي، په نږدې راتلونکي کې به زلزله ځپلو سره بشري مرستې وکړي.
د ملګرو ملتونو یو جګپوړی چارواکی وايي، په افغانستان کې یې له زلزله ځپلیو سره د بشري مرستې لپاره د ۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت د بېړنیو بشري مرستو د ورکړې پرېکړه وکړه.
د بشري چارو او اضطراري مرستو د همږغۍ لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفېټس پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، چې د ملګرو ملتونو د اضطراري صندوق له لارې به دغه لس ملیونه ډالره به د زلزله ځپلو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ولګول شي.
پرون شنبه له ازبکستان څخه د بشري مرستو دوې الوتکې او له ترکمنستان څخه یوه الوتکه افغانستان ته ورسېده.
د هند د بهرنيو چارو وزارت نن یکشنبه په یوې اعلامیې کې ویلي، چې افغانستان ته یې د ۳زره مټریک ټنو بله جوپه غنم استولي دي.
په اعلامیه کې راغلي، چې دا غنم د واګه بندر له لارې افغانستان ته استول شوي دي.
یاد وزارت زیاتوي، چې تر اوسه يې د خوړو نړیوال سازمان په همکارۍ ٣٣٥۰۰ مټريک ټنه غنم افغانستان ته لېږلي دي.
هند له دې وړاندې هم له افغانستان سره د غنمو او درملو په برخه کې مرستې کړي وې.
عبدالفتاح السیسی رئیس جمهور مصر به روز شنبه (۲۵ جون) با شیخ تمیم بن حمد ال ثانی امیر قطر ملاقات کرد.

شیخ تمیم بن حمد ال ثانی امیر قطر به روز شنبه برای نخستین بار پس از سال ها، از قاهره بازدید کرد.

دفتر رئیس جمهور مصر گفته که گفتگوهای این دو رهبر روی روابط دو جانبه، مسائل منطقه‌ای و بین‌المللی متمرکز بوده، اما از ارائه جرئیات بیشتر خودداری شده است.

براساس روزنامه دولتی الاهرام مصر، این گفتگو ها به هدف عادی سازی روابط این دو کشور انجام شده، روابط تیره ای که در اوایل سال ۲۰۲۱ از سر گرفته شد.
جو بایدن رئیس جمهور ایالات متحدۀ امریکا به روز شنبه (۲۵ جون) لایحه جنجالی منع استفاده از اسلحه در خشونت ها را تصویب کرد.
این لایحه از دهه ها به این طرف مورد بحث قرار داشت٬ اما روی آن توافق کلی حاصل نشده بود.

توافق دو حزب در مورد این لایحه، تا قبل از تیراندازی های جمعی اخیر، از جمله قتل ۱۹ شاگرد و دو معلم در یک مکتب تگزاس، غیرقابل تصور به نظر می‌رسید.

جو بایدن در اتاق "روزولت" در قصر سفید گفت، زمان مهم است و زندگی ها نجات خواهند یافت. او با اشاره به ملاقات با خانواده های قربانیان این تیراندازی ها گفت" پیام آنها این بود که یک کاری را انجام دهید و ما امروز این کار را کردیم."

مجلس نمایندگان امریکا روز جمعه، درست قبل از سفر جو بایدن برای اشتراک در دو اجلاس مهم در اروپا، این لایحه را بطور نهایی تصویب کرد.