AIDRSO News
111 subscribers
426 photos
8 videos
1 file
71 links
د اسیا د نړیوالې پراختیا د څېړنو او مطالعاتو مرکز
Facebook page: AIDRSO
Twitter: @aidrso2021
Download Telegram
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي په کابل کې یې د افغانستان – ایران د سوداګرۍ د ګډې خونې څانګه پرانیسته.
د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خانجان الکوزي وایی، له دې مخکې په غیر رسمي ډول د ایران د سوداګرۍ له خونې سره اړیکې وې خو په ګڼو برخو کې د ستونزو د هواري امکانات نه وو.
هغه وویل، چې ایراني سوداګر کابل ته راغلي وو او له دوی سره یې د یادې ګډې خونې په پرانیستلو او اړوندو مسلو بحث وکړ.
الکوزي هیله وښوده، چې د افغان او ایراني سوداګرو حقوقي او تخنیکي ستونزې به د ګډې خونې په همکارۍ هوارې شي.
الکوزي ایران په سیمه کې د افغانستان تر ټولو لوی سوداګریز شریک وباله او له ایران سره یې د افغانستان د کلنۍ سوداګرۍ کچه تر دوو میلیارد ډالرو یاده کړه.
د اسلامی امارت د مالیې وزارت ویلي چې نور د تورخم بندر له لارې پاکستان ته د سکرو صادراتو ته اجازه نه ورکوي.
په وروستیو کې له دې لارې پاکستان ته د سکرو صادرات په بې ساري ډول زیات شوي تر دې چې ځینې خلک شکایت کوي چې ټوله لار په سکرو بار لاریو او کانتینرونو نیولې ده.
د مالیې وزارت له پرونۍ خبرپاڼې سره سم، دا پرېکړه د دې لپاره شوې چې د تورخم له لارې پاکستان ته تازه مېوه صادره شي او د خوسا کېدو مخه یې ونیول شي.
د افغانستان حکومت د سکرو صادروونکو ته ویلي چې سکاره د پکتیا، پکتیکا او خوست له لارو پاکستان ته یوسي.
د افغانستان بانک د بشري مرستو په دوام کابل ته د یو اندازه نغدو پیسو له رسیدو خبر ورکوي.
د افغانستان بانک له لوري ازادۍ راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام نن ۳۲ میلیونه امریکایي ډالر نغدې پیسي کابل ته را ورسېدې.
د افغانستان بانک د معلوماتو پر بنسټ، له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې د نغدو پیسو د مرستو له پیل راهیسې دا ۲۹ جوپه نغدي مرسته ده چې کابل ته انتقالیږې او د افغانستان نړیوال بانک ته سپارل کېږي.
د افغانستان بانک ویلي، چې یاد بانک له ټولو بانکونو سره د ښو بانکي اړیکو د رامنځته کېدو غوښتونکی دی.
د برازیل په شمال ختیځ کې تر درنو اورښتونو وروسته د ځمکې ښویېدو له کبله د مړو شمېر ۸۴ ته ورسېد.
د برازیل د پرنامبوکو والي پاولو کامارا پرون یکشنبه ویلي وو، د پېښې په لومړیو ساعتونو کې به د بېړنیو مرستو رسول سخت کار وي.
والي ویلي، له نورو چارواکو سره یې پر دې خبرې کړي، چې د طبیعي افت له کبله له زیانمنو شویو کسانو سره د مرستې لپاره یو کاري پلان برابر کړي.
د پرنامبوکو ایالت په مرکز او ۱۴ نورو سیمو کې اضطراري حالت اعلان شوی دی.
د کاپیسا ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په تګاب ولسوالۍ د نفرایټ د ډبرو کان د استخراج چارې پيل شوې.
د کاپیسا والي قاري احسان الله بریال وايي: (( د خوښۍ ځای دی چې د اسلامي امارت له بریالیتوب وروسته د دې زمینه برابره شوې چې په بېلا بېلو برخو کې فعالیتونه او عملي کارونه پیل شي چې نن موږ د ۹ ملیاردو افغانیوپه ارزښت د دغه کان د استخراج د چارو د پيل شاهدان یوو.))
په همدې حال کې د کاپیسا والي د قراردادي شرکت له مسوولینو وغوښتل چې د قرارداد او تفاهم لیک پربنسټ خپل کارونه پیل کړي.
ځايي چارواکي وايي چې دغه کان دېرش هکتاره مساحت لري، چې د پنځو کلونو لپاره یې د نهو ملیاردو افغانیوپه ارزښت قرارداد شوی دی.
د خبرځای د څرګندونو له مخې؛ د کاپیسا ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د شاه مقصود، تالک، بیروچ، نفرایټ او د مرمرو په ګډون د قیمتي ډبرو کانونه شتون لري چې د استخراج چارې به یې ډېر ژر پيل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د دغه کان د کار په پیل سره سلګونو کارګرانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر روسیه تورنه کړه چې د اوکراین د خوراکي موادو د صادراتو مخه نیسي او په دې ډول نړۍ له لوږې سره مخامخوي.
دمیترو کولیبا پرون په ټویټر کې ولیکل چې روسیه قصدا داسې هڅې کوي چې اوکراین ملامته ښکاره کړي.
تر دې یوه ورځ مخکې د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي ویلي و چې روسیې د اوکراین بندرونه بند کړې دي او د کییف مخه یې نیولې ده چې دوه ویشت میلیونه ټنه غله دانه نورې نړۍ ته صادره کړي.
ایران د ملګرو ملتو د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې هغه راپور رد کړ چې پکې ویل شوې دي چې د ایران په دریو داسې مرکزونو کې اټومي مواد کشف شوې دي چې دغه هېواد د دې مرکزونو په اړه مخکې اطلاعات نه و ورکړي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده پرون خبریالانو ته وویل چې متاسفانه دا راپور د ایران او نړیوالې اټومي انرژۍ ترمنځ د خبرو واقعیت نه څرګندوي.
تر دې یوه ورځ مخکې د ملګرو ملتو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې تور پورې کړی و چې ایران په دریو مرکزونو کې چې مخکې یې په اړه نړیوالو ته معلومات نه و ورکړي د یورانیمو د ذراتو د موندلو په اړه وضاحت نه دی ورکړی.
د راپورونو له مخې دا تور د تهران او لویدیځ ترمنځ د روانو دیپلوماتیکو هڅو د لارې یو نوی خنډ دی.
په کابل کې د ترکیې سفیر وایي چې هېواد یې غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د خبرپاڼې له مخې چیهاد ایرګینای دا ژمنه پرون د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د کتنې پر مهال وکړه.
د ترکیې سفیر دا ژمنه هم وکړه چې هېواد به یې له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته ادامه ورکړي.
امیرخان متقي وایي چې د دوی حکومت د ترکي سوداګرو د پانګونې لپاره په افغانستان کې هر راز زمینه برابرولی شي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن، اوکراین ته د داسې پرمختللو راکټي سیسټمونو له چمتو کولو سره موافقه کړې ده چې تر اتیا کیلو مترو پورې لېرې اهداف په ډېر دقت سره ویشتلای شي.
ښاغلي بایډن په یوه لیکنه چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې پرون خپره کړه لیکلي، موږ به اوکراین ته د توغندیو دا پرمختللي سیسټمونه او د هغو مهمات ورکړو څو وکولای شي د جګړې په ډګر کې مهم اهداف په دقت سره وولي.
دا په داسې حال کې ده چې په اوکراین کې د روسي ځواکونو پرمختګ دوام لري او هڅه کوي د دنباس د سیمې هغه ساحې لاندې کړي چې د روس پلوو بېلتونپالو تر ولکې لاندې نه دي.
د افغان د ښځو شبکه وايي، د ښځو د سوداګرۍ د ودې لپاره په نېږدې ورځو کې د لویې جرګې په خیمه کې یو لوی نندارتون جوړېږي.
د دې شبکې مشرې ممتاز یوسفزۍ نن ازادي راډيو ته وویل، چې دا نندارتون د غبرګولي میاشتې په ۱۵مه د افغان سوداګرو د ټولنې لخوا جوړېږي.
نوموړې زیاته کړه چې د دې نندارتون د جوړېدو هدف د افغان ښځینه سوداګرو تولیداتو او محصولاتو ته بازارموندنه ده چې ډېرې سوداګرې مېرمنې به په‌کې ګډون وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په خاطر یې له ایراني چارواکو سره لیدلي دي.
دې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د اسلامی امارت د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت مرستیال ملا قدرت الله جمال د ایران د لارو او ښار جوړونې وزارت له ځانګړي استازي میر شفیعي او په کابل کې د ایران سفارت له اقتصادي اتشې حسن شېرزادي سره په اقتصادي مسایلو خبرې کړي دي.
په خبرپاڼې کې راغلي دي چې په دې لیدنه کې د سرحدي بنسټونو، بندرونو او صنعتي پارکونو د پیاوړتیا او د سوداګریز بېلانس په اړه خبرې شوې دي.
یاد وزارت د ښاغلي شفیعي له قوله لیکلي دي چې د دووه اړخیزه هوکړو پر بنسټ کېدلای شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په ښه ډول تنظیم شي.
د کار په بدل کې د غنمو د وېش پروګرام د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې پیل شو.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت به خپله وېبپاڼه لیکلي دي، چې په دې پروګرام کې ۴۲۰ تنو ته د یوې میاشتې لپاره د کار فرصت برابرېږي چې هر کارګر ته به د ورځني کار په بدل کې ۱۰ کیلو غنم ورکول کېږي.
یاد وزارت ویلي، د دې پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې د ننګرهار ولایت د سیندیزې حوزې رئیس سید فضل احد هاشمي د پروګرام په اړه خلکو ته معلومات ورکړل او د کار د روڼتيا په برخه کې یې سپارښتنې هم ورته وکړې.
د یادونې ده چې د کار په بدل کې د غنمو د وېش پروګرام د ننګرهار په ځینو نورو ولسوالیو کې هم پیل شوی دی.
په داسې حال کې چې روسیې ازوف او تور سمندرګيو ته غځېدلې لارې تړلي او هلته د اوکراین یو ملیون ټُنه غله راګیر پاتې ده، د روسیې ولسمشر پر اوکراین د تور سمندرګي په بندرونو کې د ماینونو ښخولو تور ولګاوه.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د روسیې په سوچي ښار کې په یوه ټلویزیوني مرکه کې وویل: «موږ هغه کسان نه وو چې په بندرونو کې یې ماینونه وکرل، دا اوکراین و. ما په وار- وار خپلو ټولو سیالانو ته ویلي، پرېږدئ چې اوکراین بندرونه له ماینونو پاک کړي او پرېږدئ چې د غلو دانو کښتۍ له بندرونو ووځي. موږ یې خوندیتوب تضمینوو.»
د روسیې ولسمشر وايي، اوکراین ته د غلو د لېږدولو تر ټولو ساده او ارزانه لار بېلاروس دی.
خو غربي هېوادونه روسیه تورنوي، چې اوکراین ته یې د غلو دانو د لېږد مخه نیولې ده.
مرکز تحقیقاتی و توسعه‌ای بین‌المللی آسیا، گفتمان افغانستان را پیرامون (معارف، تحصیلات‌عالی و فقر) به‌ منظور هماهنگی میان نهادهای مسوول در کابل به تاریخ ۷.۶.۲۰۲۲م که برابر است با هفدهم جوزای سال روان برگزار می‌کند.
اهداف اساسیِ گفتمان افغانستان، ارزیابی چالش‌ها فراراه نظام آموزشی، تحصیلات‌عالی، فقر و دریافت استراتیژی‌ها و راه‌حل‌ها است.
تمه ده نن د یکشنبې په ورځ له افغانستانه د حج فریضې د ادا کولو لپاره د افغانانو لومړۍ ډله عربستان ته ولاړه شي.
د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارواکي وايي، لومړۍ ډله حاجیان به د کابل له هوايي ډګره نن الوتنه وکړي.
که څه هم سږ کال د حج پروسه کې د لوړ لګښت له امله نیوکې زیاتې دي، خو بیا هم له افغانستانه ۱۳۵۸۲ کسان د فرضي حج لپاره سعودي عربستان ته ځي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت یا یوناما مشرې د ملي مصالحې عالي شورا له پخواني مشر سره ټروریزم په وړاندې پر مبارزه او نورو موضوعاتو خبرې وکړې.
د یوناما د یوې لنډکۍ اعلامیې له مخې، دیبورا لاینز چې کاري موده یې په افغانستان کې په ختمېدو ده، پرون له عبدالله عبدالله سره د ټولشموله حکومت پر تشکیل او د افغانستان په راتلونکي کې د سیمې پر کلیدي نقش هم بحث وکړ.
عبدالله عبدالله تر یوې نیمې میاشتې وروسته پرون بېرته افغانستان ته ستون شو.
د جرمني څارنوالي او پولیس وايي، هغه سړی چې په وروستیو کې یې په یوه جنوبي ښار کې یوه ښځه او یوه نجلۍ د چړې په ګوزارونو ټپیانې کړې وې، پر خپل جرم اعتراف کړی او د قتل د اقدام په تور په توقیف کې دی.
یوه ۲۴ کلند هالنډي ځوان د چړې په ګوزارونو د دغو دوو کسانو تر ټپي کولو وروسته د پېښې له ځایه تښتېدلی و، چې وروسته په بل ښار کې ونیول شو.
د جرمني یوه څارنوال پرون وویل، چې د دې پېښې انګېزه تر اوسه معلومه نه ده او دا هم مشخصه نه ده چې د پېښې د عامل، هغې ښځې او نجلۍ ترمنځ څه ارتباط و؟
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د غبرګولي میاشتې په ۳مه اوونۍ کې یې له ۴۱۳ میلیونه افغانیو ډېر عواید را ټول کړي دي.
د دې وزارت ویاند عصمت الله برهان نن وویل، د غبرګولي میاشتې له ۱۲ تر ۱۸مې نېټې دوی ۴۱۳۸۵۶۲۶۷ افغانۍ عواید د کانونو په برخه کې او۱۷۲۷۰۵۶ افغانۍ عواید د افغان ګاز له تصدۍ څخه ترلاسه کړي دي.
نوموړی وايي، چې د پخوا په پرتله د عوایدو کچه ډېره لوړه شوې ده.
د اسلامی امارت حکومت داسې مهال د کانونو په برخه کې د عوایدو د لوړېدو خبره کوي چې په دې وروستیو کې د افغانستان د ځینو کانونو په ځانګړي دول د ډبرو او سکرو د ویستلو او ګاوندي هېواد پاکستان ته یې د لېږد په برخه کې د خلکو له خوا اندېښنې هم مطرح شوي دي.
د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر پر ایران غږ کړی چې سمدستي د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې د بیا ژوندي کولو لپاره خبرو ته حاضر شي.
رافایل ګروسي له CNN سره په یوه مرکه کې چې پرون (د جون په 12) خپره شوه، وویل چې دوی اړتیا لري وضعیت سم کړي او په ګډه کار ته دوام ورکړي.
امریکا د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال په ۲۰۱۸ کال کې له ایران سره د نړۍ د قدرتونو له تړون څخه ووتله او پر دغه هېواد یې سخت بندیزونه ولګول.
ایران تیره اونۍ په خپلو اټومي تاسیساتو کې د ملګرو ملتونو ۲۷ څارګرې کمرې وتړلې ځکه د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ویلي و چې تهران اوه کاله مخکې د شوي تړون د بیا ژوندي کولو لپاره همکاري نه کوي.