AIDRSO News
111 subscribers
426 photos
8 videos
1 file
71 links
د اسیا د نړیوالې پراختیا د څېړنو او مطالعاتو مرکز
Facebook page: AIDRSO
Twitter: @aidrso2021
Download Telegram
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د غبرګولي میاشتې په ۳مه اوونۍ کې یې له ۴۱۳ میلیونه افغانیو ډېر عواید را ټول کړي دي.
د دې وزارت ویاند عصمت الله برهان نن وویل، د غبرګولي میاشتې له ۱۲ تر ۱۸مې نېټې دوی ۴۱۳۸۵۶۲۶۷ افغانۍ عواید د کانونو په برخه کې او۱۷۲۷۰۵۶ افغانۍ عواید د افغان ګاز له تصدۍ څخه ترلاسه کړي دي.
نوموړی وايي، چې د پخوا په پرتله د عوایدو کچه ډېره لوړه شوې ده.
د اسلامی امارت حکومت داسې مهال د کانونو په برخه کې د عوایدو د لوړېدو خبره کوي چې په دې وروستیو کې د افغانستان د ځینو کانونو په ځانګړي دول د ډبرو او سکرو د ویستلو او ګاوندي هېواد پاکستان ته یې د لېږد په برخه کې د خلکو له خوا اندېښنې هم مطرح شوي دي.
د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر پر ایران غږ کړی چې سمدستي د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې د بیا ژوندي کولو لپاره خبرو ته حاضر شي.
رافایل ګروسي له CNN سره په یوه مرکه کې چې پرون (د جون په 12) خپره شوه، وویل چې دوی اړتیا لري وضعیت سم کړي او په ګډه کار ته دوام ورکړي.
امریکا د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال په ۲۰۱۸ کال کې له ایران سره د نړۍ د قدرتونو له تړون څخه ووتله او پر دغه هېواد یې سخت بندیزونه ولګول.
ایران تیره اونۍ په خپلو اټومي تاسیساتو کې د ملګرو ملتونو ۲۷ څارګرې کمرې وتړلې ځکه د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ویلي و چې تهران اوه کاله مخکې د شوي تړون د بیا ژوندي کولو لپاره همکاري نه کوي.
دغه بانک تېره ورځ ناوخته په خپل ټويټر پاڼه له ټولو شخصي بانکونو، پولي شرکتونو او پانګوالو چې په شرايطو برابر دي په دې پروسه کې د‌ ګډون غوښتنه کړې.
مرکزي بانک وړاندې ليکلي، چې د پروسې ګټونکی بايد خپل ټول حسابونه د ټاکلې نېټې پورې تصفيه کړي.
مرکزي بانک د دې پروسې د پیل هدف د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو ارزښت ساتل او د افغانستان په لویو بازارنو کې د ژوند لومړنیو توکو د بیو راټیټېدل ښودلي دي.
خو د ازادي راډيو د راپورونو پر بنسټ سره له دې چې د افغانۍ پر وړاندې د ډالرو نرخ له پخوا رالوېدلی خو د خوراکي او سوند توکو په بیو کې د پام وړ تغیر نه دی راغلی.
د افغانستان اسلامی امارت هیله من دی چې د ټرانسپورټ د تنظیم د نوې طرحې په عملي کېدو سره به په کال کې شاوخوا دېرش ملیارده افغانۍ ملي بودجې ته راټولې شي.
دغه طرحه پرون د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې چې مشري یې د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر کوله، تصویب شوه.
د اسلامی امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني په یوه ټویټ کې لیکلي، چې د تصویب شوې طرحې له مخې به په سرحدي بندرونو کې د باروړونکو موټرو د نوبت د تنظیمو له مورد پرته د دې طرحې نور ټول مواد د شپږو میاشتو لپاره په آزمایښتي ډول عملي کېږي.
د ټرانسپورټ د سمون له لارې د عوایدو د زیاتوالي دغه طرحه داسې مهال تصویبوي چې په دې وروستیو کې یې د کانونو د قرارادادونو، د ګمرګي تعرفو او نورو لارو د کورنیو عوایدو د زیاتوالي لپاره هڅې ګړندۍ کړي دي.
ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن نن (چهارشنبه) د سعودي عربستان له پاچا ملک سلمان او ولیعهد محمد بن سلمان سره وویني.
د سعودي عربستان د رسنیو د راپور له مخې، ښاغلی بایډن د عربي هېوادونو د خلبیج شورا په سرمشریزه کې د ګډون لپاره دې هېواد ته سفر کوي.
تمه ده چې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي، د اردن پاچا ملک عبدالله او د عراق صدر اعظم مصطفي کاظم هم په دې سرمشریزه کې ګډون وکړي.
د پاکستان حکومتي سرچینې وايي، هڅه کوي چې پخوانی پوځي ولسمشر پروېز مشرف، چې سخت ناروغ دی، خپل هېواد ته ولېږدوي.
د جمعې په ورځ د مشرف روغتیايي حال ډېر خراب شو او د دوبۍ په امریکايي روغتون کې بستر شو.
د پاکستان حکومت غواړي چې د مشرف د کورنۍ او ډاکترانو په سپارښتنه نوموړی خپل هېواد ته ولېږدوي.
۷۹ کلن مشرف له څو کلونو راهیسې ناروغ دی خو د جمعې په ورځ یې حال نازک شو.
ډاکتران وايي چې د مشرف د بدن ډېرو غړیو کار پرې ایښی دی.
پروېز مشرف له ۲۰۱۶ م کال راهیسې په متحده عربي اماراتو کې اوسي.
د رئیس الوزرا‌ الحاج ملا محمد حسن آخند په مشرۍ او د دغه ریاست د مرستیالانو، سرپرست وزیرانو او د مستقلو ادارو د رئیسانو په ګډون، د افغانستان اسلامي امارت د کابینې اوونیزه غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې چې د روان کال د غبرګولي په ۲۳مه ( د دوشنبې په ورځ) د رئیس الوزرا‌ تر پیلیزو خبرو وروسته، د اجنډا د نورو موضوعاتو ترڅنګ، کوچیانو ته د برېښنايي تذکرو د وېش او د درې میلیونه پاسپورټونو د چاپ اړوند هم وروستۍ پرېکړه اعلام شوه.
کابینې، کوچیانو ته د تذکرو د ورکړې په اړه د ټاکل شوي پلاوي له خوا جوړه شوې کړنلاره تصویب کړه او د معلوماتو او احصائیې ملي ادارې ته یې دنده وسپارله چې د کړنلارې د عملي‌ کېدو په موخه اړینې کړنې ترسره کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اعلان کړی چې روسیې پر افغان صاداراتو ګمرکي تعرفه معاف کړې ده.
د دغه خونې مرستیال یونس مومند وویل چې دا پرېکړه تېره اونۍ یوه اونۍ وړاندې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مسولینو په ګډه ناسته کې وشوه.
دی وايي په کومو افغان محصولاتو چې د روسیې ګمرکې تعرفه معاف کېږي ژر به يې د نومونو لست خپور شي.
د دغه خونې شمېرې ښېي چې په تېر کې د روسیې له لوري پر افغان محصولاتو لوړې ګمرکې تعرفې دغه هېواد ته د صادراتو پر کموالي اغېز کړی وو.
کشمش، کچالو او پیاز هغه افغان محصولات دي چې روسیې ته وړل کېږي.
د امریکا متحدو ایالتونو اوکراین ته د شاوخوا یو میلیارد ډالرو په ارزښت د نورو وسلو د مرستې اعلان وکړ.
د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره شپه په یوه بیان کې وویل، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي ته یې په پرونیو ټېلفوني خبرو کې وویل چې امریکا اوکراین ته د پرمختللیو راکټي او هاوان سیستمونو په خاطر د مهماتو او دفاعي وسلو په شمول پوځي مرستې ورکوي.
تر دې مخکې د امریکا دفاع وزیر پرون په بروکسل کې ویلي و چې لوېدیځ باید اوکراین ته د وسلو ورکړه چټکه کړي.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ژمنه کړې، چې په خپل ټول وس به هڅه وکړي څو په اوکراین کې د روسیې جګړه پای ته ورسېږي.
د مکرون له دغو څرګندونو ظاهراً داسې ښکاري، چې هغه د مسکو پر وړاندې خپل پخوانی دریځ چې د کییف او د فرانسې د اروپایي متحدانو اندېښنې یې راپورته کړې وې، بدل کړی دی.
مکرون چې د درې ورځني سفر په پیل کې نن رومانیا ته رسېدلی.
پر هغه د اوکراین او د ختیځې اروپا د متحدانو له خوا په دې خاطر انتقادونه شوي وو، چې د دوی په وینا د روسي ځواکونو پر وړاندې جګړه کې یې د اوکراین زیات ملاتړ نه دی کړی.
مکرون په رومانیا کې د تور سمندرګي په غاړه کونسټانټا کې د ناتو ځواکونو په یوه اډه کې وویل: "موږ به له ټولو امکاناتو کار واخلو چې د روسیې جګړه ودرو څو د اوکراینیانو او د پوځ ملاتړ یې وکړو او خبرو اترو ته دوام ورکړي."
ټاکل شوې، چې مکرون نن د ورځې په وروستیو کې د مولدوایا پلازمېنې کیشینوف ته هم لاړ شي او د دې هېواد له لویدیځ پلوې ولسمشرې مایا ساندو سره خبرې وکړې.
د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا چارواکي وايي چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۱۹ روغتیايي مرکزونه جوړ شول.
د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمد زرک ځیرک وايي، چې د دغه ولایت ۵۷ سپینو ساحو کې د WHO او یونیسف په مرسته ۱۹ نوي کلینیکونه ایجاد شول.
ځیرک زیاتوي چې له دریو میاشتو پرلپسې هڅو وروسته په دې وتوانېد، چې د ولایت په کچه سپینو ساحو ته ۱۹ نوي کلینیکونه ایجاد کړي، چې په تېرو شلو کلو کې د روغتیا په برخه کې تر ټولو لویه لاسته راوړنه بلل کېدای شي؛ د هغه په خبره، له دې وروسته به د دغه ولایت ۹۵ سلنه وګړي معیاري روغتیایی خدماتو ته لاسرسی ولري.
د دغه ریاست چارواکي وایي، چې تېره اوونۍ یې د دغو کلینیکونو لپاره د آزادې سیالۍ له لارې ۱۵۰ نوي روغتیایي کارکوونکي په دندو وګومارل، چې ۵۰ سلنه یې ښځینه وې.
د دغه کلینیکونو مالي لګښت د WHO او یونسیف له خوا ورکول کېږي او عملي چارې یې د SDO او ARDO موسسو له خوا ترسره کېږي.
جرمنی دیپلومات مارکس پوټسل په افغانستان کې د ملګرو ملتو د مرستندویه ماموریت یا یوناما د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.
د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتیرش په نیویارک کې تېره شپه د دې ټاکنې خبر ورکړ.
پوټسل دېرش کاله د دیپلومات په توګه کار کړی دی، له دوه زره څوارلسمه تر دوه زره شپاړسم کلونو پورې دی په افغانستان کې د جرمني سفیر و او په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی وټاکل شو چې تر تېر کال پورې یې دا دنده لرله.
پوټسل به د اوس لپاره په موقتي توګه د یوناما سرپرست هم وي ځکه چې د یوناما مشرې کاناډایي دیپلماتې دیبرا لاینز کاري موده پای ته رسېدلې ده.
پوټسل به د دنمارکي دیپلومات میته کندسن په ځای د یوناما د ماموریت چارې مخته یوسي.
یوناما له نږدې دوو لسیزو راپدې خوا په افغانستان کې د بشري مرستو د همغږۍ مسووله ده همداراز په دغهَ هېواد کې بشري حقونه او سیاسي تحولات له نږدې څاري.
د اسلامی امارت د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت وايي، د ننګرهار هوايي ډګر له دوو لسیزو وروسته ملکي هوايي الوتنو ته چمتو شوی دی.
د دې وزارت ویاند امام الدین احمدي بېګا وایی، له دې هوايي ډګر څخه عملا الوتنې ترسره کېږي.
هغه وايي: "د ننګرهار هوايي ډګر وروسته له دوو لسیزو د خوندي الوتنو لپاره چمتو او فعال شوی دی. د دې هوايي ډګر ټرمینل بیاځلي فعال شوی دی د مسافرینو د پروسس کولو لپاره په منظم ډول تیار دی."
ښاغلی احمدي زیاتوي، چې د ننګرهار د هوايي ډګر ترمینل، د څار او کنټرول برجونه او تجهیزات یې او د مخابرې سیسټم، ترمیم شوي او ځغاستلیکه یې د الوتنو لپاره چمتو شوې ده.
د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن د اوکرایني ځواکونو لپاره د پوځي روزنې د یوه پروګرام وړاندیز کړی.
جانسن پرون د جون ۱۷مه کییف ته د ناڅاپي سفر پرمهال د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره په کتنه کې په دې اړه څرګندونې وکړې.
د جانسن د طرحې له مخې تر لسو زرو پورې اوکرایني سرتېرو ته به د ۱۲۰ ورځو په ترڅ کې د دې پروګرام له مخې پوځي روزنه ورکړل شي.
بریتانیا د روسیې پروړاندې په جګړه کې د اوکراین له لویو ملاتړ کوونکو څخه ده.
یوه ورځ مخکې له دې د جرمني، فرانسې، ایټالیا او رومانیا مشرانو له اوکراین څخه د ملاتړ ښودلو لپاره کییف ته سفر وکړ او له زیلینسکي سره یې وکتل.